سي‌ بي‌ اېس: امریکا د ایران پر ضد د احتمالي پوځي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
‏سي‌ بي‌ اېس راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت په راتلونکو درېیو ورځو کې د ایران پر ضد د احتمالي پوځي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي؛ خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
د راپور له مخې، په واشنګټن کې د امریکا د امنیتي او پوځي ادارو ترمنځ د ایران اړوند مشورې او ارزونې روانې دي او د احتمالي پوځي اقدام بېلابېلې سناریوګانې تر بحث لاندې دي.
بلخوا امریکایي رسنیو ویلي، چې د امریکا ولسمشر “ټرمپ” د خپلو سفرونو پلان کې پرله‌پسې بدلونونه راوستي او تر ډېره په سپینه ماڼۍ کې پاتې شوی دی.
راپورونه وایي، چې د سپینې ماڼۍ دننه د منځني ختیځ د وضعیت، د ایران د وروستیو دریځونو او د سیمې د امنیتي تحولاتو په تړاو بېړنۍ ناستې هم ترسره شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button