بقایي: د مذاکراتو تمرکز د جګړې پر پای ته رسولو دی اټومي پروګرام اجنډا کې نشته

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” ویلي، چې د مذاکراتو تمرکز د جګړې پر پای ته رسولو دی، نه پر اټومي پروګرام
بقایي ویلي، چې دا مهال د قطر یو پلاوی په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو بوخت دی؛خو د مذاکراتو منځګړیتوب به د پاکستان له لوري ترسره کېږي.
بقایي تهران ته د پاکستاني پوځ د مشر د سفر په اړه ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ډول متقابل سفرونه که څه هم زیات شوي؛ خو دا د هماغه روان دیپلوماټیک بهیر دوام دی.
هغه زیاته کړې، لا هم نه شي ویل کېدای چې د ایران او امریکا ترمنځ توافق ته رسېدل نږدې شوي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات ژور او پراخ دي او یوازې په څو لیدنو او له محدودو مذاکراتو د پایلې تمه نه شي کېدای.
بقایي ټینګار کړی، چې د اوسنیو مذاکراتو اصلي تمرکز د جګړې پای ته رسول دي او په دې پړاو کې باید د اټومي پروګرام اړوند موضوعات مطرح نه شي.
بقایي ویلي، چې د جګړې ختمول، د هرمز تنګي وضعیت او هغه څه چې ایران یې «د امریکا سمندري غلا» بولي، لا هم د خبرو مهم موضوعات دي.
هغه زیاته کړې، چې ایران د سولهییزو موخو لپاره د اټومي انرژۍ د کارولو مشروع حق لري، ځکه تهران د اټومي وسلو د نه جوړېدو د تړون غړی هېواد دی.



