سره مياشت: په جرمني کې تر درملنې وروسته ۱۹ افغان ماشومان بېرته هېواد ته راستانه شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
افغاني سرې میاشتې ویلي، هغه ۱۹ ماشومان چې د سختو سوځېدنو او د هډوکو د میکروبي عفونت ناروغۍ له امله جرمني ته د درملنې لپاره لېږدول شوي وو، له بشپړې درملنې او روغتیا وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د یادې ټولنې د معلوماتو له مخې، د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په همکارۍ دا بشردوستانه پروګرام له تېرو ۳۶ کلونو راهیسې دوام لري او تر اوسه نږدې پنځه زره ماشومان تر بریالۍ درملنې وروسته خپلو کورنیو ته ستانه شوي دي.
د دغو ماشومانو کورنیو د افغاني سرې میاشتې او همکارو بنسټونو له مرستو مننه کړې او یاده ټولنه وایي چې د ناروغو ماشومانو د درملنې او روغتیايي ملاتړ لړۍ به دوام ولري.



