ابراهیم ذوالفقاري: د ایران پر ضد هر نوی یرغل جګړه نړیوال پړاو ته داخلولی شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
‏د ایران د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ ویاند “ابراهیم ذوالفقاري ویلي، چې ایران تر اوسه د دښمن پر ضد له ټولو ظرفیتونو څخه کار نه دی اخیستی، خو که د امریکا او صهیونیستي رژیم له لوري پر ایران بریدونه تکرار شي، جګړه به نړیواله بڼه خپله کړي.
نوموړي په تازه څرګندونو کې ټینګار کړی، هغه سیمه‌ییزه جګړه چې مخکې یې خبرداری ورکړل شوی و، د هر ډول نوي یرغل په صورت کې به له سیمې ووځي او نړیوال ابعاد به خپل کړي.
د ایراني پوځ ویاند ویلي، چې تهران د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د پراخو او بېلابېلو پوځي ظرفیتونو لرونکی دی او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده وکړي.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ پوځي او سیاسي ترینګلتیاوې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button