کندهار او لغمان کې ټرافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه او ۸ نور ژوبل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
په کندهار او لغمان ولایتونو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۷ کسان مړه او ۸ نور ژوبل شوي دي. د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، چې د دامان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۶ تنه مړه شوي او ۳ نور ټپیان دي. د نوموړي په خبره، د پېښې قربانیان د ننګرهار او کابل ولایتونو اوسېدونکي وو.
بلخوا د لغمان امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مهترلام بابا ښار د دویمې امنیتي حوزې اړوند د باغ میرزا په سیمه کې د یوې بلې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۵ نور ژوبل دي.
چارواکو د دواړو پېښو د رامنځته کېدو کره لامل نه دی څرګند کړی، خو په هېواد کې د ټرافیکي قوانینو نه مراعات، چټک موټر چلول او د سړکونو خراب وضعیت د ورته پېښو اساسي عوامل بلل کېږي.



