مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۹۶۱ کډوالې کورنۍ راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، تېره ورځ هېواد ته د بېلابېلو لارو ۹۶۱ راستنې شوې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۵۰۶۰ تنو ته رسېږي، ثبت او راجستر شوې دي.
د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېرې کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې هېواد ته داخلې شوې چې شمېر یې ۷۶۵ کورنیو ته رسېږي.
د راپور له مخې، د ټرانسپورټ او لېږد کمېټو له خوا ۱۴۵۶ کورنۍ، چې ۶۸۵۷ تنه کېږي، ننګرهار، کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
داراز، له ۱۰۲۴ کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې او سلګونه راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټولټال ۸۷۹ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او زرګونه کسان په بېلابېلو سرحدي مرکزونو کې تداوي شوي دي.



