ولسمشر اردغان: پر ایران برید ته اجازه نه ورکوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
‏د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” ویلي، چې انقره به هېڅکله اجازه ور نه کړي چې پر ایران برید وشي او د سیمې امنیت د امریکا او اسرائیلو د استعماري سیاستونو قرباني شي.
اردغان په خپلو تازه څرګندونو کې د امریکا او اسرائیلو پر سیاستونو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن او تل‌ابیب هڅه کوي په منځني ختیځ کې د جګړو، فشارونو او لاسوهنو له لارې خپلې ګټې خوندي کړي.
د نوموړي په وینا، د سیمې هېوادونه باید د بهرنیو استعماري پروژو پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي او د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی پیاوړی شي.
د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی، چې د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام به د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړي او د پراخې جګړې احتمال به زیات کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button