نیمروز کې له پاکستانه د قاچاقي درملو او خوراکي توکو لویه محموله ونیول شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د نیمروز د فرعي ګمرکونو مسوول مولوي عبدالغفار محمود وايي، امنیتي ځواکونو له پاکستانه د قاچاقي توکو د یوې لویې محمولې د انتقال مخه نیولې ده.
د نوموړي په وینا، په درېیو باروړونکو موټرو کې ځای پر ځای شوي نږدې درې ټنه انساني درمل او غیرخوراکي توکي د چهاربرجک ولسوالۍ اړوند سرحدي سیمه کې کشف او ضبط شوي دي.
مسوولين وایي، په نیول شویو توکو کې تقویتي شربتونه، سېرومونه، د درد ضد ګولۍ، وریجې او اوړه شامل دي چې ټول وزن یې څه باندې دوه نیم ټنه ته رسېږي.
د مسؤلینو په خبره، د قاچاق د مخنیوي لپاره به په سرحدي سیمو کې امنیتي څارنه او اقدامات نور هم پیاوړي شي.



