قزاقستان په نهو میاشتو کې افغانستان ته درې میلیونه ټنه غله صادر کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د قزاقستان د کرنې وزارت ویلي، دغه هېواد د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د مې تر ۲۰مې نېټې پورې افغانستان ته درې میلیونه ټنه غله صادر کړي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دا اندازه د تېر کال د ورته مودې په پرتله، چې ۱.۳ میلیونه ټنه وه، ۲.۳ برابره زیاتوالی ښيي.

بلخوا، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ویلي چې په تېرو کلونو کې یې د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره افغان سوداګرو ته پراخې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button