امربالمعروف وزارت: په یوه میاشت کې د ښځو ۵۲۴ قضیو ته رسېدنه او ۲۹۰ کورنۍ او قومي شخړې حل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وايي، د روان ۱۴۰۵ کال د ثور میاشت کې یې د بدو دودونو مخنیوي، کورنیو او قومي شخړو حل او د مېرمنو حقونو خوندیتوب برخو کې د پام وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.
د یاد وزارت په وینا، په تېره میاشت کې د ښځو اړوند ۵۲۴ بېلابېلو قضیو ته رسېدنه شوې چې پکې د میراث، ولور، کورني تاوتریخوالي، اجباري نکاح، نفقې، شرعي نکاح او طلاق موضوعات شامل وو.
وزارت زیاته کړې چې محتسبینو یې د خرافاتي کړنو د مخنیوي او سالمې ټولنې د جوړېدو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې ۵۴ کوډګر نیولي او اړوندو ادارو ته یې سپارلي دي.
همداراز د قومي، ژبنیو او کورنیو شخړو د حل په برخه کې ۲۹۰ قضیې هوارې شوې چې ۵۰ یې قومي دښمنۍ او ۲۴۰ نورې لویې او وړې شخړې بلل شوې دي.



