د ایران-امریکا شخړه؛ عباس عراقچي او عاصم منیر پر دیپلوماتیکو نوښتونو خبرې کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
‏د پاکستاني پوځ مشر جنرال “عاصم منیر تهران ته د خپل سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر “سید عباس عراقچي سره کتلي دي. تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی،چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې د وروستیو تحولاتو، دیپلوماټیکو نوښتونو او د سیمه‌ییز امنیت په تړاو خبرې کړې دي.
راپور زیاتوي، چې په ناسته کې د ایران او پاکستان ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د روانو سیاسي حالاتو پر مدیریت هم ټینګار شوی دی.
بلخواویل کېږي، چې د قطر یو لوړپوړی پلاوی هم تهران ته سفر کړی څو د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې پر وړاندې د موجودو اختلافاتو د حل لپاره هڅې وکړي.
دغه سفرونه داسې مهال ترسره کېږي، چې د منځني ختیځ د وضعیت، د هرمز تنګي د کړکېچ او د ایران او امریکا ترمنځ د روانې شخړې د حل په موخه سیمه‌ییزې او نړیوالې هڅې چټکې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button