روغتيا وزارت: فراه ولایتي روغتون کې تېر کال له ۳۵۰۰ زیات بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د عامې روغتیا وزارت وايي، د فراه ولایتي روغتون کې تېکال ټولټال ۳۵۵۳ بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي.
د وزارت په وینا، له دې ډلې ۱۸۸۲ ستر او ۱۶۷۱ واړه عملیاتونه شامل دي چې د مجربو ډاکټرانو له لوري ترسره شوي او د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي وړتیا څرګندونه کوي.
همداراز په همدې موده کې ۳۱۹۹۶ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او ۱۷۰۱۴۶ مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.



