واشنګټن پوسټ: ټرمپ د ایران جګړې له امله له سختو فشارونو سره مخ دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د ایران جګړې له امله په کور دننه او په نړیواله کچه له شرم، فشار او سیاسي ستونزو سره مخ دی.
ورځپاڼې لیکلي:که ټرمپ جګړه پای ته ورسوي، له سیاسي نیوکو او کمزورۍ سره مخ کېږي او که جګړه بېرته پراخه کړي، نو نړیوال او داخلي فشارونه به لا زیات شي.
راپور زیاتوي، چې ټرمپ دا مهال له سخت سیاسي بنبست سره مخ دی او نه پوهېږي چې د ایران د کړکېچ په اړه کومه لاره خپله کړي.
واشنګټن پوسټ دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې ټرمپ په دې وروستیو کې ایران ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که تهران د امریکا غوښتنې ونه مني، واشنګټن به بېرته پوځي اقدام ته مخه کړي.
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا په داسې حال کې لوړې شوې، چې دواړه لوري وخت ناوخت د خبرو او فشار ترمنځ متضاد دریځونه خپلوي.



