حزب الله: لبنان دې له صهیونیستي ریژیم سره مستقیمې خبرې ودروي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د حزب‌الله اسلامي مقاومتي غورځنګ مشر “شیخ نعیم قاسم” د لبنان له چارواکو غوښتي، چې له صهیونیستي ریژیم سره دې روانې مستقیمې خبرې پای ته ورسوي او د ایران تر سرپرستۍ لاندې دې د خبرو بهیر ته دوام ور کړي.
نعیم قاسم په خپله تازه وینا کې ویلي، امریکا د دغو خبرو «بې‌طرفه منځګړې» نه ده، بلکې د صهیونیستي ریژیم په ګټه دریځ لري. هغه زیاته کړې، چې مستقیمې خبرې به پر لبنان سیاسي فشارونه زیات کړي او د مقاومت دریځ به کمزوری کړي.
د حزب‌الله مشر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې ټاکل شوې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د خبرو څلورم پړاو راتلونکې میاشت په واشنګټن کې ترسره شي.
تر اوسه د لبنان حکومت د نعیم قاسم د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو راپورونه وایي چې امریکا هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي او امنیتي اختلافاتو د حل لپاره مذاکرات چټک کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button