ولسمشر پوتین: ناټو خپل نړیوال حیثیت له لاسه ورکړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د روسیې ولسمشر “پوتین” ویلي، چې ناټو سازمان په نړیواله کچه خپل پخوانی اهمیت له لاسه ورکړی او د غړو هېوادونو ترمنځ یې بې‌باوري زیاته شوې ده.
پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ناټو اوس یوازې یو نوم او تش سیاسي جوړښت پاتې شوی او هغه پخوانی نفوذ او ځواک یې نور نه تر سترګو کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه سازمان ډېری غړي هېوادونه د یو بل پر نیتونو او پالیسیو باور نه لري.
د روسیې ولسمشر خبرداری ورکړی، که ناټو خپل اوسني سیاستونه او کړنې بدلې نه کړي، ښایي په نړۍ کې نورې سترې سیاسي او امنیتي ستونزې هم رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې روسیه له اوږدې مودې راهیسې ناټو د نړیوال کړکېچ او د سیمې د بې‌ثباتۍ یو مهم عامل بولي، خو لوېدیځ هېوادونه بیا د ناټو رول د امنیت او ګډې دفاع لپاره مهم ګڼي.

مربوطه مطالب

Back to top button