امریکا بندر عباس کې د ایران د ډرون مرکز د ویشتلو ادعا وکړه؛ سپاه وایي د امریکايي پوځي مرکز يې په نښه کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا او ایران ترمنځ د خلیج فارس په سیمه کې د تازه پوځي ترینګلتیا راپورونه ورکړل شوي دي. د امریکا مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، ځواکونو یې د ایران څلور بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې او د بندرعباس په شاوخوا کې یې د یوه ډرون توغولو مرکز هم په نښه کړی دی. سینټکام ادعا کړې چې دا بریدونه د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره ترسره شوي دي.
بلخوا سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، وروسته له هغې چې امریکايي ځواکونو د بندرعباس هوايي ډګر ته نږدې سیمه په هوايي بریدونو وویشتله، دوی د امریکا هغه هوايي اډه هدف ګرځولې چې د بریدونو د پیل مرکز بلل کېږي. سپاه خبرداری ورکړی چې هر ډول «تجاوز» به بې ځوابه پاتې نه شي او که دا بریدونه تکرار شي، غبرګون به یې لا سخت وي.
په همدې مهال د کویټ رسمي رسنیو د خطر زنګونو د فعالېدو او د دغه هېواد د هوايي دفاعي سیستم د چمتووالي خبر ورکړی دی. تر اوسه څرګنده نه ده چې د کویټ امنیتي وضعیت د سپاه د ادعا شوي برید سره مستقیم تړاو لري که نه. دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو مذاکراتو لړۍ لا هم دوام لري.



