سپاه پاسداران: د هرمز تنګي اداره یوازې زموږ د سمندري ځواکونو په واک کې ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواک ویلي، ۲۶ سوداګریزې او د نفتو لېږدوونکې بېړۍ د اړینو اجازو تر ترلاسه کولو وروسته د هرمز تنګي له خوندي مسیر څخه تېرې شوې دي. د سپاه سمندري ځواک ټینګار کړی چې د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ لپاره اجازه اخیستل او همغږي کول حتمي او لازمي دي.

سپاه پاسداران همداراز ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د بندر عباس هوايي ډګر پر شااوخوا سیمو څو توغندي توغولي، خو په وینا یې دغه بریدونه پر “تشو سیمو” شوي دي. د ایران د پوځ په خبره، د دغه برید په ځواب کې هغه امریکايي اډه په نښه شوې چې برید ترې ترسره شوی و.

د ایران سپاه خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه ورته اقدامات تکرار کړي، له “سخت او قاطع” غبرګون سره به مخ شي. سپاه پاسداران زیاتوي چې د هرمز تنګي کنټرول او اداره په بشپړ ډول د دوی د سمندري ځواک له صلاحیته ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button