اخوان المسلمين او ګڼو مقاومت پلوه ډلو د محمد عبده پر شهادت خواشيني څرګنده کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د لوړپوړي قومندان “محمد عبده”پر شهادت د اسلامي نړۍ او مقاومت محور ګڼو ډلو او جریانونو خواشيني څرګنده کړې ده.
راپورونه وایي، محمد عبده چې د حماس له مخکښو پوځي قومندانانو څخه و، د “عزالدین الحداد” تر شهادت وروسته یې غزه کې د صهیونیستي اشغالګرو پر ضد د مقاومت مشري کوله.
نوموړی وړمه ورځ غزې تړانګه کې د اسرائیلي اشغالګرو د هوايي برید پر مهال شهید شو.
د اخوان المسلمين ترڅنګ، د یمن انصارالله اسلامي غورځنګ، د لبنان حزب الله، د فلسطین اسلامي جهاد او د فلسطين د ازادۍ ديموکراتيک سازمان هم د نوموړي پر شهادت خواشيني څرګنده کړې ده.
یادو ډلو په خپلو اعلامیو کې محمد عبده د مقاومت مهم قومندان بللی او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین د آزادۍ مبارزه به د مشرانو او قومندانانو په شهادت ونه درېږي.
دوی همداراز ویلي، چې د غزې مقاومت لا هم پیاوړی دی او د فلسطیني ولس ملاتړ ته به دوام ورکوي.
د ویلو ده چې په دې وروستیو کې د غزې جګړه نوره هم شدیده شوې او اسرائیلي ځواکونو پر بېلابېلو سیمو خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button