واشنګټن پوسټ: محمد بن سلمان د ایران جګړې وروسته د سیمې وضعیت ته اندېښمن دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ایران او امریکا جګړه نه غوښتله، ځکه هغه اندېښنه لرله چې دغه کړکېچ به د سعودي امنیت او د “ویژن 2030” ستر اقتصادي پروګرامونه له جدي خطر سره مخ کړي.
د مقالې له مخې، محمد بن سلمان اوس هڅه کوي له ایران سره کړکېچ راکم کړي، ځکه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دریځونه متزلزل او نه اټکل کېدونکي بولي.
راپور زیاتوي چې د هرمز تنګي کړکېچ، د سیمې ناامني او د ایران له لوري د بابالمندب او هرمز تنګو د تړلو ګواښونو د سعودي پر اقتصاد او د نفتو پر صادراتو منفي اغېز کړی دی.
واشنګټن پوسټ لیکلي، محمد بن سلمان له امریکا، پاکستان، چین او ایران سره په یو وخت اړیکې ساتي او باور نه لري چې واشنګټن به د ایران اټومي لانجه بشپړه حل کړي، له همدې امله غواړي له تهران سره اړیکې ارامې وساتي څو د سعودي اقتصادي پروژې او سیمهییز ثبات خوندي پاتې شي.



