ایران کوېټ کې د امریکا پوځي اډه په نښه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران د بندرعباس شاوخوا د امریکا د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې، کوېټ کې هغه امریکايي هوايي اډه په نښه کړې چې د دغو بریدونو “اصلي سرچینه” بلل شوې ده. راپورونه وایي، دغه اقدام د امریکا او ایران ترمنځ د روان پوځي کړکېچ د لا پراخېدو نښه ګڼل کېږي.
بلخوا الجزیرې او ځینو نورو نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې کوېټ کې په امریکا اډه څو بالستیک توغندي لګیدلي دي.
سرچینې زیاتوي، چې د کوېټ چارواکو له خلکو غوښتي څو د امنیتي او خونديتوب سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او له رسمي لارښوونو سره سم عمل وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button