افغانستان له ازبکستان سره د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو د واردولو تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د بلخ ولایت د درملو سکتور یوه ۳۵ کسیز پلاوي د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له پنځو سترو درمل جوړونکو شرکتونو سره د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو د واردولو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسؤلانو ویلي، د دغو تړونونو په عملي کېدو سره به له ازبکستان څخه واردېدونکي درمل د افغانستان د اړتیا شاوخوا ۲۵ سلنه پوره کړي.

د درملو د اتحادیې مسؤل محمدصادق محمدي ویلي، هڅه کوي د ازبکستان له لارې هېواد ته معیاري او ارزانه درمل وارد کړي.

بلخوا اقتصادي کارپوهان وايي، د ازبکستان تولید شوي درمل ښه کیفیت او مناسب قیمت لري، خو ټینګار کوي چې افغانستان باید د درملو د کورني تولید پر پراختیا هم تمرکز وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button