ټرمپ: ایران باید د اټومي وسلې له جوړولو تېر شي، هرمز تنګی به بېرته خلاص شي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران باید د هر احتمالي تړون د یوې برخې په توګه دا ژمنه وکړي چې هېڅکله به اټومي وسله نه جوړوي. نوموړي ټینګار کړی چې د هرمز تنګی باید سمدستي د نړیوالو بېړیو د تګ راتګ پر مخ له هر ډول محدودیت او فیس پرته خلاص پاتې شي.

ټرمپ ویلي، امریکا به خپل سمندري بندیزونه او محاصره پای ته ورسوي او هغه بېړۍ چې د هرمز په تنګي کې بندې پاتې وې، اوس کولای شي عادي تګ راتګ پیل کړي.

د هغه په وینا، امریکايي ځواکونو د سمندر یو شمېر ماینونه پاک کړي او پاتې نور به ایران د واشنګټن په همغږۍ لرې کړي.

د امریکا ولسمشر دا هم ویلي چې د ایران هغه غني شوي اټومي مواد چې تر بمبار شویو اټومي تاسیساتو لاندې پټ دي، د امریکا، ایران او د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په ګډ کار سره راایستل کېږي څو له منځه یوړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې تر اوسه به هېڅ مالي تبادله نه کېږي، خو د دواړو لورو ترمنځ پر ځینو نورو تفاهماتو هم سلا شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button