ټرمپ: د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په صورت کې له ایران سره اوربند پای ته رسولی شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د حکومت ځینو چارواکو ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته په پټه ویلي چې که ایران امریکايي سرتېري ووژني، نو له تهران سره د روان اوربند د پای ته رسولو امکان به وڅېړي.

د چارواکو په وینا، سره له دې چې په وروستیو اوونیو کې نښتې دوام لري، خو د هوايي بریدونو د درولو تړون لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

راپورونه ښيي چې ټرمپ د پراخې جګړې له بیا پیل څخه ډډه کوي او ښايي د منځني ختیځ د لویې شخړې د مخنیوي لپاره د محدودو پوځي نښتو زغملو ته چمتو وي. د امریکا او ایران ترمنځ روانه اوونۍ د اوربند له نافذېدو وروسته له تر ټولو سختو نښتو څخه یوه بلل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، ایران پر امریکايي اډو او د کویټ نړیوال هوايي ډګر د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي چې لږ تر لږه یو کس پکې وژل شوی دی.

 همدارنګه د هرمز تنګي پر سر کړکېچ د نړیوالو انرژۍ بازارونو او سمندري سوداګرۍ پر بهیر منفي اغېز کړی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دواړو لورو ترسره کړي بریدونه دفاعي بڼه لري او د یوې نوې پراخې جګړې د پیل معنا نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button