د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۵۷۸ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو ۵۷۸ کډوالې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۳۰۱۴ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۵۹۸ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او ۶۸۳ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي. همداراز راستنېدونکو ته روغتیايي، مخابراتي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي او ۵۳۵ سیمکارتونه ور وېشل شوي دي.

بلخوا، د کډوالو د دایمي مېشتېدنې په لړ کې په ننګرهار، فاریاب، فراه او هلمند ولایتونو کې ۷۷۸ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکې نمرې وېشل شوې دي.

د چارواکو په وینا، تر دې مهاله د وېشل شوو ځمکو ټولیز شمېر ۳۸ زره او ۴۹۱ نمرو ته رسېدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button