د امریکا استازو جرګې د ایران پر ضد د پوځي اقدام د محدودولو پرېکړه‌لیک تصویب کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا استازو جرګې د ایران پر وړاندې د پوځي اقداماتو د محدودولو په موخه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی چې له مخې یې هر ډول پوځي اقدام باید د کانګرس له اجازې وروسته ترسره شي.

راپور وایي، دغه پرېکړه‌لیک د ۲۱۵ موافقو او ۲۰۸ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شوی او د ډیموکراتانو ترڅنګ یو شمېر جمهوري غوښتونکو استازو هم ترې ملاتړ کړی دی.

شنونکي دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره سیاسي شاتګ بولي، ځکه نوموړی د ایران په تړاو د خپلو اجرایي صلاحیتونو د کارولو له امله له پراخو نیوکو سره مخ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button