امریکا، لبنان او اسرائیل د مشروط اوربند او امنیتي تفاهم ګډه اعلامیه خپره کړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
امریکا، لبنان او اسرائیل په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا په منځګړیتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند پر عملي کېدو او امنیتي تفاهم هوکړه شوې ده. د اعلامیې له مخې، اوربند د حزب الله د بشپړې ډزبندۍ او د لیتاني سیند له جنوبي سیمو څخه د دې ډلې د ټولو غړو د وتلو په شرط نافذېږي.
په اعلامیه کې راغلي چې لبنان او اسرائیل به د امریکا په ملاتړ داسې سیمې رامنځته کړي چې هلته به یوازې د لبنان پوځ امنیتي واک ولري او ټولې غیر دولتي وسلهوالې ډلې به ترې ایستل کېږي. دواړو لورو د مستقیمو خبرو د دوام، د باور جوړونې او د پاتې اختلافاتو د حل ژمنه هم کړې ده.
اعلامیه زیاتوي چې د امنیتي چوکاټ یوه مهمه برخه د غیر دولتي وسلهوالو ډلو بېوسلې کول او د هغوی د بیا راڅرګندېدو مخنیوی دی.
امریکا ویلي چې د لبنان د پوځ ملاتړ ته به دوام ورکړي، او لبنان او اسرائیل به د روانې جون میاشتې له ۲۲مې نېټې وروسته سیاسي او امنیتي مذاکرات بېرته پیل کړي، څو یوې هر اړخیزې سولې او امنیتي هوکړې ته ورسېږي.



