مالیزیا: د صهیونیستي رژیم له خوا د مسجد الاقصی یهودي کول شرموونکی اقدام دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مسجد الاقصی د یهودي کولو لپاره د صهیونیستي ترهګر رژیم هڅې یو شرموونکی اقدام او د دې سپېڅلي ځای د حرمت ښکاره سپکاوی دی.
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د اشغالګر رژیم د پولیسو تر ملاتړ لاندې پر مسجد الاقصی د صهیونیستي افراطیانو یرغل په کلکو ټکو غندلی.
د افراطي صهیونیستانو دغه کړنې د مسجد الاقصی د کلتوري، تاریخي او اصلي هویت د بدلون لپاره هڅې ګڼل کېږي.
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ټینګار کړی، چې دا ډول اقدامات پاروونکي او د نه منلو وړ دي.
یاد وزارت زیاته کړې،چې نړیواله ټولنه باید د صهیونیستي رژیم د دښمنانه او پاروونکو کړنو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button