عراقچي: هر دوښمنانه اقدام به له سخت او قاطع ځواب سره مخ شي

کابل ټکی کام (پنجنشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سیدعباس عراقچي” په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هغو هدفونو پر ضد دفاعي بریدونه ترسره کوي، چې د امریکا له لوري د ملکي بېړیو پر ضد په اقداماتو کې ترې استفاده کېږي.
عراقچي ویلي، دا بریدونه د “ځان‌ څخه د دفاع” په چوکاټ کې ترسره کېږي او ایران د هغو اقداماتو ځواب ورکوي، چې د هغه د اوربند د سرغړونې سبب ګرځي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې هر ډول دوښمنانه اقدام به د ایران له “چټک او قاطع ځواب” سره مخ شي او ټینګار یې کړی، چې فشارونه، بندیزونه او پوځي ګواښونه نشي کولی د ایران دریځ بدل کړي.
عراقچي زیاته کړې، چې د ایران دریځ دفاعي دی او هېواد یې هڅه کوي د خپل امنیت او ملي حاکمیت ساتنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button