د غزې پر ښار د اسرائیلو هوايي بریدونو کې ۸ فلسطینیان شهیدان ۱۵ نور ټپيان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، د اسرائیلو د پنجشنبې سهار په هوايي بریدونو کې د غزې ښار په بېلابېلو سیمو کې اته فلسطینیان شهیدان شوي او شاوخوا ۱۵ نور ټپیان دي چې په وژل شویو کسانو کې د یوې کورنۍ پنځه غړي هم شامل دي.
د الشفاء روغتون چارواکو ویلي چې روغتون ته د اتو وژل شویو کسانو جسدونه او ۱۵ ټپیان وروړل شوي دي.
بلخوا د غزې د ملکي دفاع ویاند محمود بصل ویلي، د تل الهوا او د ښار په شمال لوېدیځو سیمو کې پر استوګنیزو ودانیو او کورونو د هوايي بریدونو له امله هم مرګژوبله اوښتې ده.
په همدې حال کې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې د لا زیاتو سیمو د نیولو پر پلان ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسرائیلي ځواکونه به په دې سیمه کې خپل عملیات پراخ کړي.



