صنعت او سوداګرۍ وزارت: له منځنۍ آسیا سره د افغانستان سوداګري ۷۷ سلنه لوړه شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې د پام وړ زیاتې شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې دغو هېوادونو ته د افغانستان صادرات ۷۷ سلنه او له هغوی څخه واردات ۴۳ سلنه لوړ شوي دي.
د راپور له مخې، افغانستان له منځنۍ آسیايي هېوادونو څخه اوړه، غنم، نباتي غوړي، نفتي توکي، برېښنا او کیمیاوي سرې واردوي، په داسې حال کې چې افغان سوداګر وچې مېوې، پنبه، غیر الکولي څښاک او معدني ډبرې دغو بازارونو ته صادروي.



