ایران پر بيروت د صهیونیستي ريژیم د بریدونو په ځواب کې د اشغالي فلسطین شمالي سیمې په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې ایران د اوربند له پيل راهیسې په لومړي ځل پر اسرائیلو بالسټيک توغندي توغولي دي، چې دا ګام د لبنان په پلازمېنه بيروت او شاوخوا سیمو کې د اسرائیلو د وروستیو بریدونو په ځواب کې اخیستل شوی دی.
ایراني چارواکو ویلي، که پر بيروت بریدونه دوام وکړي یا پراخ شي، دوی به چوپ پاتې نه شي او د اسرائیلو پر مهمو هدفونو به بریدونه وکړي.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر “ډونلډ ټرمپ” ویلي، چې د اسرائیلو او ایران ترمنځ له روان وضعیت څخه خوښ نه دی او دواړو خواوو ته یې د تاوتریخوالي د درولو او د خبرو اترو مېز ته د ستنېدو سپارښتنه کړې ده.
ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي: «تاسو خپل توغندي توغولي، بس ده. بېرته د خبرو مېز ته وګرځئ او موافقه وکړئ.» هغه همدارنګه زیاته کړې چې له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنياهو سره یې د اړېکه نیولې تر څو د غچ اخیستو مخه ونیسي.
د اسرائیلو پوځ بیا ویلي چې ایران «لویه تېروتنه» کړې او ټینګار یې کړی چې د هېواد د دفاعي سیستمونه په بشپړ چمتووالي کې دي. د پوځ ویاند ویلي چې اسرائیل به د خپلو وګړو پر وړاندې د هر ډول برید ځواب ورکوي.
په ورته وخت کې اسرائیلي چارواکو ویلي چې د لبنان په جنوبي سیمو کې به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او د حزب‌الله پر ضد بریدونه به نور هم زیات کړي.
د لبنان او بيروت په شاوخوا سیمو کې د اسرائیلو د وروستیو بریدونو له زیاتېدو سره په سیمه کې د پراخې جګړې اندېښنې زیاتې شوې دي.
بل لور ته د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر ټولې الوتنې تر بلې خبرتیا پورې ځنډولي او له مسافرو یې غوښتي چې هوايي ډګر ته له ورتګ ډډه وکړي.
ایراني پوځي چارواکو خبرداری ورکړی چې که اسرائیل د بریدونو د پراخولو هڅه وکړي، نو د سختو او پراخو ځوابي ګوزارونو سره به مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button