پر ایران د اسرائیلو ځوابي بریدونه؛ تهران، اصفهان، تبریز او څو نور ښارونه په نښه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې اسرائیلو د ایران پر بېلابېلو ښارونو ځوابي هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې په بریدونو کې د ایران پلازمېنه تهران، اصفهان، تبریز، کرمانشاه او کرج ښارونه په نښه شوي دي.
همدارنګه ویل شوي،چې د ایران په لوېدیځو سیمو کې هم ځینې نورې برخې تر بریدونو لاندې راغلي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.







مربوطه مطالب

Back to top button