سپاه پاسداران: که اسرائیل بریدونه پراخ کړي له سخت ځواب سره به مخ شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي چې که اسرائیل د خپلو بریدونو د پراخولو هڅه وکړي، نو د سختو او پراخو ځوابي ګوزارونو سره به مخ شي.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې د هر ډول نوي برید په صورت کې به د اسرائیلو مهم هدفونه په نښه شي او ایران به د خپلې دفاع لپاره «کلک او پرېکنده ځواب» ورکړي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ایران مخکې هم اسرائیلو ته د احتمالي پایلو په اړه خبرداری ورکړی و او ټینګار شوی چې د لبنان او شاوخوا سیمو پر وړاندې د بریدونو پراخول به بې ځوابه پاتې نه شي.
ایراني پوځي چارواکو ویلي چې د سیمې وضعیت له نازکو پړاوونو څخه تېرېږي او هر ډول بې‌محاسبې پوځي اقدام کولی شي د پراخې شخړې لامل شي.
سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې د ایران وسله وال ځواکونه د هر ډول احتمالي سناریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

مربوطه مطالب

Back to top button