ټرمپ نتنیاهو ته: که د ایران پر وړاندې دریځ بدل نه کړي امریکا به یې یوازې پرېږدي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د اسرائیلو لومړي وزیر “بنیامین نتنیاهو” ته خبرداری ورکړی، چې که د ایران پر وړاندې خپل اوسنی دریځ بدل نه.کړي نو ښايي امریکا په راتلونکي کې له اسرائیلو څخه لرې شي او یوازې یې پرېږدي.
ټرمپ ویلي، هغه ورځ لرې نه ده، چې اسرائیل به د ایران پر وړاندې یوازې پاتې شي او د امریکا ملاتړ به له لاسه ورکړي. د هغه په وینا، د اوسنۍ تګلارې دوام کولی شي د واشنګټن او تل ابیب ترمنځ اړېکو باندې منفي اغېز وکړي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې نور یې د نتنیاهو په اړه صبر پای ته رسېدلی او ټینګار یې کړی چې د اسرائیلو مشرتابه باید «سمې لارې» ته راوګرځي او خپل سیاستونه د موجوده نړیوالو شرایطو له مخې تنظیم کړي.



