د خوست په سپېره ولسوالۍ د پاکستان هوايي برید؛ شپږ ملکي وګړي شهیدان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د خوست ولایت د سپېره ولسوالۍ په مڼې کلي کې د “بابري” په نوم د یو ملکي وګړي پر کور د جیټ الوتکې په وسیله هوايي برید ترسره شوی دی.
ویل کېږي چې په دې برید کې شپږ ملکي وګړي، چې یوه ښځه او پنځه ماشومان پکې شامل دي شهیدان شوي دي.
همدارنګه د یوه سپین ږیري په ګډون اووه ماشومان ټپیان شوي دي، چې د ځايي اوسېدونکو په وینا روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.
تر اوسه د دې پېښې په اړه د پاکستاني لوري رسمي غبرګون نه د ښودل شوی؛ خو د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” د پاکستاني لوري برید غندلی او جنګي جنایت یې بللی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button