پکتیکا: د چاودنې له امله د دوو لویانو په ګډون ۵ ماشومان شهیدان او څلور نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ په وینا، د برمل ولسوالۍ په ډنګر لیګډ سیمه کې د ناچاودې توپ مرمۍ د چاودنې له امله د دوو لویانو په ګډون پنځه ماشومان شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
مسوولین وایي، یاده چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې یوه کباړي غوښتل ناچاوده مرمۍ اره او د هغې له ټوټو استفاده وکړي، چې په پایله کې هغه هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پکتیکا امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې له ناچاوده توکو څخه لیرې پاتې شي او د لیدو په صورت کې سمدستي امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي.



