د کانونو او پټرولیم وزارت: په افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ټاپي ګازو نل‌لیکه د افغانستان په خاوره کې ۸۰ کیلومټره غځول شوې او شاوخوا ۱۲۶ کیلومټره مسیر ورته چمتو شوی دی.

د ياد وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د نل‌لیکې د ملاتړ لپاره ۱۰۸ کیلومټره نښلوونکی او نظارتي سړک هم جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، د پروژې د عملي چارو په لړ کې د نل‌لیکې د خښولو لپاره ۵۱ کیلومټره کېندنه شوې او ۳۶.۳ کیلومټره نل‌لیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې په خبره يې د ټاپي پروژې د هرات فاز چارې تر دې مهاله نږدې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button