زراعت وزارت: د قوش‌تیپې کانال لومړی فاز به د چارو ادارې ته وسپارل شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۹ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د قوش‌تیپې کانال لومړی فاز به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ملي پراختیا شرکت له لوري د چارو ادارې ته وسپارل شي.

د وزارت په وینا، دا پرېکړه د چارو ادارې او ملي پراختیا شرکت له استازو سره په ګډه ناسته کې شوې ده.

په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې د اړوندو ادارو یو ګډ پلاوی به د پروژې پاتې ستونزې او نیمګړتیاوې وڅېړي او د حل لپاره به لازم اقدامات وکړي، څو د سپارلو بهیر په بشپړ ډول نهایي شي. د معلوماتو له مخې، د قوش‌تیپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري او هدف یې د شاوخوا ۵۵۰ زره هکتاره کرنیزې ځمکې خړوبول دي، چې د آمو سیند اوبه د بلخ له کلدار ولسوالۍ تر فاریاب اندخوی پورې لېږدوي.

مربوطه مطالب

Back to top button