ایران: د امریکا پر ۲۱ پوځي اډو مو بریدونه کړي دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک «سپاه پاسداران» ویلي، چې د ایران پر خاوره د امریکا د بریدونو په غبرګون کې یې د امریکا پر ۲۱ هوایي او سمندري اډو بریدونه کړي دي.
د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې یې د F-35 جنګي الوتکو د تمځای په ګډون څلور مهم هدفونه له منځه وړي او د اردن په «الازرق» پوځي اډه کې یې د امریکايي پوځ یو مهم مرکز هم په نښه کړی دی.
په ورته مهال د ایران پوځ ویلي، چې د نن ورځې د بریدونو په لړ کې یې په بحرین کې د امریکا پوځي او سمندري اډې او د رادار ځینې سیسټمونه هم په نښه کړي دي.
له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا پر بریدونو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې تهران به د امریکا د بریدونو اصلي سرچینې، پوځي اډې او لوژستیکي امکانات هدف وګرځوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول درېغ ونه کړي.
د ایران چارواکو ټینګار کړی، چې دغه اقدامات د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او که فشارونه دوام ومومي، نو د ایران غبرګون به لا پراخ او شدید وي.

مربوطه مطالب

Back to top button