کابل د پاکستان شارژدافیر احضار کړ؛ اسلامي امارت: د هوايي بریدونو ټولې پایلې به د پاکستان پوځ پر غاړه وي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل شدید اعتراض ورته سپارلی دی.

د یاد وزارت په وینا، د پاکستان پوځ تېره شپه د خوست، پکتیکا او کنړ ولایتونو په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ۱۳ ملکي وګړي، د ۱۱ ماشومانو، یوې مېرمنې او یوه سپینږیري په ګډون، شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو او اصولو ښکاره نقض او بشري جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي. وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د خاورې دفاع او د خلکو د امنیت تأمینول خپل مسئولیت ګڼي او خبرداری یې ورکړی چې د دغو تکراري او پاروونکو اقداماتو د ټولو پایلو مسئولیت به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button