کابل کې د حرفوي غلو ۸ کسیز بانډ نیول شوی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې مسوولین وایي، د یادې حوزې ځواکونو د عملیاتو پر مهال د حرفوي غلو یو بانډ نیولی دی چې په ښار کې د غلاوو په پېښو کې ښکېل و.
د مسؤلينو په وینا، په دې عملیاتو کې ټول اته تنه غله نیول شوي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې د غلا پېښې ترسره کړې وې.
مسوولین زیاتوي، له نیول شویو کسانو سره دوه میله وسلې او غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي او په اړه یې نورې څېړنې روانې دي.



