ایران افغانستان او پاکستان ته د مایع ګازو صادرات پیل کړل

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې افغانستان او پاکستان ته د ترانسپورتي ګډې شبکې له لارې د مایع ګازو (LPG) د صادراتو لومړنی عملیات په بریالیتوب ترسره شوي دي.
ایراني چارواکي وایي، دا اقدام د صادراتي لارو د پراختیا او د خرمشهر بندر د سیمهییز لوژستیکي مرکز په توګه د رول د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
اقتصادي کارپوهان باور لري چې د مایع ګازو د رسونې دغه نوې لاره به په افغانستان کې د اړتیا وړ ګازو د تأمین لړۍ پیاوړې او د بیو په راکمېدو کې مرسته وکړي.



