مهر اژانس د امریکا او ایران د هوکړې مهم جزییات خپاره کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
⭕ د امریکا له لوري به د ۳۰ ورځو په موده کې پر ایران لګېدلی سمندري بندیز په بشپړه توګه لرې شي.
⭕ پر ایراني نفتو او پېټروکېمیاوي محصولاتو لګېدلي بندیزونه به وځنډول شي.
⭕ په لبنان او نورو سیمو کې به جګړې سمدستي او دایمي ودرول شي.
⭕ د هرمز تنګی به د ایران له لوري د ټاکل شویو ترتیباتو له مخې په ۳۰ ورځو کې بېرته پرانیستل شي.
⭕ امریکا او متحدین به یې د ایران د بیارغونې لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیارد ډالرو د مرستو پلانونه وړاندې کوي.
⭕ د اټومي موضوعاتو او د بندیزونو د بشپړ لرې کولو په اړه به د ۶۰ ورځو لپاره خبرې اترې ترسره شي.
⭕ د ایران د توغندیو پروګرام او د مقاومت ډلو ملاتړ به له وروستیو مذاکراتو بهر وي.
⭕ د خبرو اترو پر مهال به د ایران له کنګل شویو شتمنیو څخه ۲۴ میلیارد ډالر ازادېږي.
⭕ د وروستیو مذاکراتو له پیل مخکې به د همدې ۲۴ میلیارد ډالرو نیمایي برخه ایران ته ورکړل شي.
⭕ وروستۍ هوکړه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې له لارې رسمي بڼه خپلوي.



