ولسمشر اردغان د ایران-امریکا ترمنځ هوکړه سیمه کې د سولې لپاره یو مهم ګام بللی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د یوې تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره مهم ګام بللی دی.
ولسمشر اردوغان ویلي، هیله لري چې دغه هوکړه به سیمه کې د اوږدمهاله سولې، امنیت او ارامۍ لپاره زمینه برابره کړي او د کړکېچونو په کمېدو کې به اغېزناک رول ولوبوي.
د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی،چې د خبرو اترو او دیپلوماسۍ له لارې د شخړو حل د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې په ګټه دی.
په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” د قطر بهرنیو چارو وزیر، ملګرو ملتونو، سعودي او ګڼو نورو هېوادونو له یادې هوکړې هرکلی کړی دی.



