امریکا او ایران د کړکېچ د پای ته رسولو هوکړې ته ورسېدل؛ هوکړه لیک به سویس کې لاسلیک شي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” اعلان کړی، چې واشنګټن او تهران د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال “کاظم غریبآبادي” هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د لاسلیک رسمي مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ په سویس کې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، د دې هوکړې له مهمو مادو څخه یوه د هرمز تنګي بیا پرانیستل دي. د هوکړې له مخې به ایران د هرمز تنګي له لارې د بېخنډه سمندري تګ راتګ زمینه برابره کړي، په داسې حال کې چې امریکا به د ایران پر بندرونو او د ایراني کښتیو پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه لرې کړي.
د دواړو لورو چارواکو ویلي، چې دغه تفاهم د سیمې د ثبات، نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د بازارونو لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي او کولی شي د اوږدې مودې کړکېچ د کمېدو لامل شي.
همداراز ویل شوي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې به د مذاکراتو په دویم پړاو کې دوام ومومي. ټاکل شوې ده چې په راتلونکو تخنیکي او سیاسي ناستو کې د اټومي فعالیتونو، نړیوال نظارت او اړوندو تضمینونو په اړه مفصل بحثونه ترسره شي.



