تېره ورځ ۵۳۵ راستنېدونکې کورنۍ هېواد ته راستنې او ۸۰۶ نورو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پل له لارو ټولټال ۵۳۵ کورنۍ راستنې شوي، چې ۲۹۴۷ غړي یې لرل.

د راپور له مخې، په همدې موده کې ۵۳۸ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي، ۵۹۵ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوي او ۵۵۷ سیمکارتونه هم پر راستنېدونکو مهاجرینو وېشل شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې په ننګرهار، فراه، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۸۰۶ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشلې دي.

مسوولين وايي، تر اوسه د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټول شمېر ۴۴ زره او ۹۸۶ ته رسېدلی او د راستنېدونکو کورنیو د مېشتېدو لړۍ دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button