ټرمپ د ایران له سولېیزې هوکړې سره د پوتین او شي جین پینګ د مرستې ستاینه وکړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین د ولسمشر شي جينګ پينګ د هغه رول ستاینه کړې چې د ده په وینا له ایران سره د سولېیزې هوکړې د رامنځته کېدو په بهیر کې یې ترسره کړی دی. ټرمپ ویلي، دواړو مشرانو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د کمولو او د سیاسي جوړجاړي د اسانتیا لپاره مهمې هڅې کړې دي.

نوموړي په ورته وخت کې د اسراییلو پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هغه ځینو اقداماتو نږدې وه له ایران سره د هوکړې بهیر له خنډ سره مخ کړي.

ټرمپ د دغو اقداماتو جزییات نه دي څرګند کړي، خو ټینګار یې کړی چې د دیپلوماتیک حل لپاره همغږي اړینه ده.

د امریکا ولسمشر ویلي، د سیمې د ثبات او د شخړو د پای ته رسولو لپاره د نړیوالو قدرتونو همکاري مهمه ده او هیله یې څرګنده کړې چې روانې هڅې به د دوامدارې سولې او تفاهم لامل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button