سوډان کې د تېلو د ټانکر د چاودنې له کبله ۱۸۰ کسان وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۲۷وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

په جنوبي سوډان کې د تېلو د ټانکر د رامنځته شوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۸۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

پېښه د جنوبي سوډان په اکوټوريا ايالت کې رامنځته شوې ده.

د اکوټوريا والي پاټريک راپيل د چاودنې او يادې مرګ ژوبلې پخلی کړی دی، او زياته کړې يې ده، چې په پېښه کې ګڼ نور وګړي ټپيان هم دي، چې د ځنو روغتيايي حالت ښه نه دی.

سيمه ييزو چارواکو ويلي دي، چې ياد ټانکر سوری و، تېل يې بهېدل او خلک د دغو تېلو د وړلو لپاره ورته راټول وو، چې چاودنه رامنځته شوه.

د چارواکو په وينا چاودنه ټانکر ته نږدې د يو تن له لوري د سګرټ لګولو له امله رامنځته شوې ده، چې له امله يې ستره مرګ ژوبله واوښته.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button