سوريه کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې له سلو ډېر ملکيان وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۲۷وږی/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د سوريې د بېلا بېلو ښارونو په ګڼو سيمو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت په بمباريو کې د وژل شويو ملکيانو شمېره له سلو تنو اوښتې ده.

دولتي الوتکو په المشهد، الکلاسة، الشعار او نورو سيمو کې په بې درېغه بمباريو د خلکو ګڼې ګوڼې په نښه کړې دي، چې له امله يې له سلو ډېر کسان وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

د بمباريو د سيمو د روغتونو چارواکي وايي، چې روغتونونه له ټپيانو ډک دي او د ځنو ټپيانو روغتيايي حالت ډېر خطرناک دی.

د الجزيرې خبريال د پېښو له ځايه ويلي دي، چې دولت په دې بمباريو کې نږدې هر ډول بمونه وورولي دي.

د خبريال په وينا دولت تجارتي ځايونه، بازارونه او هستوګنځايونه په نښه کوي، او چېرې چې هم د خلکو ګڼه ګوڼه ويني، بمونه پرې غورځوي.

ياده دې وي، چې د سوريې د دولت د بې درېغه بمباريو له کبله د سوريې مليونونه وګړي وطن پرېښودو ته اړ شول، چې نورو هېوادونو ته د هجرت پر مهال هم د مرګ په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ شول، خو دولت لا هم هلته خپلې بې درېغه بمبارۍ روانې ساتلې دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button