جاپان: افغانستان کې به د ۳۵ میلیونه ډالرو پراختیايي پروژې پلې کړو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په افغانستان کې د جاپان له سفیر کنیچي ماساموتو سره د لیدنې پر مهال د اقتصادي همکاریو د پراختیا او بشري مرستو د دوام په اړه خبرې کړي.

د جاپان سفیر ويلي، هېواد یې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته ۵۶۰ میلیونه ډالر بشري مرستې برابرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې جاپان د روان کال لپاره د ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پراختیايي پروژو د پلي کېدو پلان لري او سربېره پر دې به د اوبو مدیریت، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او په کابل کې د څښاک اوبو د کمښت د راکمولو لپاره ۹.۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.

بلخوا د اقتصاد وزیر د جاپان له همکاریو مننه کړې او د خوړو خوندیتوب، د فقر او بېکارۍ د کمښت او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه والي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button